AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۳ ۱۱:۵۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85678269
T T
۰ Persons

Tags

ملي دفاع وزارت د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره د اړتیا وړ مرستې وویشل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزارت د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سره د مرستو د وېش اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو نن دوشنبه د لیندۍ په ۱۲مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ۲۰۹ اتل قول اردو له خوا په شولګره ولسوالۍ کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو، کمپلو او خېمو مرسته وشوه.

 دغه مرستې د دغه قول اردو د عملياتو د مديريت او د اضطراري قوماندانۍ له سيلاب ځپلو سره په داسې حال کې کيږي چې وروستيو سيلابونو په دې ولسوالۍ کې په سلګونو کورونه ويجاړ کړي او خلک يې د خپلو کورونو پريښودلو ته اړ کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې په وروستیو سیلابونو کې څه دپاسه ۹۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .